گل راته نن خار شو چاته وژاړو ؟
یار راته اغیار شو چاته وژاړم ؟
ما نه یی چی مخ په سالو پټ کړلو
زړه می سم پرهار شو چاته وژاړم ؟
یار چی می د بل تر څنگه ولیدو
غم راباندی بار شو چاته وژاړم ؟
تیر شولو بس عمر ته رانغللی
ژوند ټول انتظار شو چاته وژاړم ؟
نوری اعتبار په وعدو نه کوم
دا څنگه دیدار شو چاته وژاړم ؟
لری شه طبیبه نه رغیږمه
مرگ ته می رفتار شو چاته وژاړم ؟
اوس خو وطنیار په دنیا نشته دی
مینه کی په دار شو چاته وژاړم ؟