For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
ارواښاداجمل خټک
دخپریدو نیټه  2010-02-07  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

 

د  مــرګ   قــاصد  درتـه  راغلی  ټـول   جــهـان  خــفـه   دی
جـوړ   د  ادب سـیـاسـت  روان   دغـه  کاروان  خـفـه   دی

دغه  پښتو  چې  دې  لیلا  او  تـه  مجـنـون  د  پــښـتـو
ته  چې ترې  بیل شوې د پښتو هر  یو  داستان  خفه دی

«د  غیـرت  چـغه » « د افـغـان  نــنـګ » درپـسی هـم  ژاړې
د وطن   غیــږ   کــې د  ادب  هـر  ګلـــستـان  خــفـه   دی

سیاسی   ژونـدون  دې  د  تـاریخ   پاڼــو  لیـکلی  پـر  مـخ
دا ستا په   تګ   اوس د سیاست  هر  یو  میدان خفه دی

که  ته  زمونږ  نه  شوې  جدا  نو  زړه  کې  تل  دې  ساتو
زمـونـږ  د  ژونـد   بغیـر   له   تا   نـه  هر   ارمـان   خفه  دی

ای    د    پــښـتـو    د    ادب    پــلار ه    اجــمـل    خــټــکـه
دا سـتـا پـه   تـګ   د نسیم ستوری  دیـن  ایـمان  خـفـه  دی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غیرت چغه، د افغان ننګ د ښاغلی اجمل خټک د کتابونو نومونه دي

نسیم ستوری   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel