مينه
صدیق الله بدر
منم، چې مخته تر دې
ته، خوښېدې مې زياته
راته وې ګرانه ډېره
خو دا احساس مې كله كړى نه و
داسې مې هيڅكله ګڼلي نه وو
زړه مې دغسې درزېدلى نه و
كله يې هم داسې خبرې رانه نه وې غوښتې
***
پرون سهار
كله همدا، چې ته مې ولېدلې
د زړه درزا نه وايم
راته تر هروخت او تر هر چا اشنا
ښكلې ښكاره شوې ډېره
ما داسې ښكلې كله لېدلې نه وې
ستا دا ښكلا جانانه
شوه زلزله مې په بې حسه زړه كې
دغسې ټوله ورځ ماښامه پورې
زړه تخنولمه، له ما نه یی خبرې غوښتې
***
ماښام ناڅاپه غوندې ځير شومه، چې
بهر رڼا ده، هر څه سپين ښكارېږي
هسک ته، چې ومې كتل
سپوږمۍ د څوارلسو وه
ما د سپوږمۍ څېره كې ته ولېدې
زړه مې بيا وسكونډلم، بيا يې خبرې غوښتې
***
خوب كې مې وليدل، چې
زه په رڼو اوبو كې ژوند كومه
***
سهار، چې پاڅېدلم
پوه نه شوم ولې يو دم
زړه كې له تا سره مې
احساس د مينې وكړ
۱۳۸۸د ليندۍ