ته چی همیش ستائی پۍ مخی شینکی خال شاعره
ماته افسوس راځي چی وګورم ستا حال شاعره
د کونډو رنډو یتیمانو ژړا نه یادوی
د رنځورانو د رنځونو دوا نه یادوی
ته د بی وزلو غریبانو نه نه یی خبر
د تصور په دنیاګئ کی لیلا نه یادوی
خماری سترګی یادوی د مینی ټال شاعره
ماته افسوس راځی چی وګورم ستا حال شاعره
وطن زخمی دی پکی لوی لوی پرهرونه وینم
د وږو تږو او سواګرو قطارونه وینم
د بی ګناهو شهیدانو وینی وچی نه شوی
د دوی په وینو نن جوړ شوی بلډنګونه وینم
نور به دی وا نه ورم خبره د وصال شاعره
ما ته افسوس راځي چی وګورم ستا حال شاعره
چی یادوی ماته وطن د سعادت یادوه
غریب ولس ته چی شی جوړ هغه جنت یادوه
د (صدیقی) د زړه ارزو ده سمسورتیا د وطن
چی متحد وی او سوکاله یی ملت یادوه
سپینه به وایو چی بیا ونه کړی جنجال شاعره
ماته افسوس راځی چی وګورم ستا حال شاعره