For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
داجمل خټک دمړيني په اړه دکندهارپريس کلب دخواشينۍ
دخپریدو نیټه  2010-02-09  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

په ډيره خواشينى سره مو خبر تر لاسه کړ چي  د پښتو ژبي لوي شاعر او سياستوال اجمل خټک  په حق ورسيدى .
اجمل خټګ په رشتيا هم دپښتو ژبي دپاره ډير څه کړي دي چي هيرول او سترګي پټول پري لويه ګنا ده . اجمل خټک يوازي شاعر او د پښتو ژبي خواخوږى نه وو بلکه په سيمه کي يو لوي سياستول هم تير سوي دي ددي تر څنګ چي ددي ژبي او خلکو دپاره  يي د اداب او فرهنګ له لاري کار کړي په سياست کي يي بي شميره خدمتونه کړي او په دي لاره کي يي ډيري ستړياوي هم ګاللي دي ان تر دي چي ډيري شپي او ورځي يي په زندان کي هم  تيري کړي دي .  ددي بابا په هکله ويل نور ډير څه او  ډير وخت غواړي خو که هر څومره ډير وويل سي او وليکل سي بيا هم لږي .
د کندهار ولايت د پريس کلب ( مطبوعاتي خوني )  مديره هيت ، ټول ژورنالستان او فرهنګيان ددي بابا په مړينه زيات خواشيني دي   او دا چي دده د وفات خبر يي واوريدى زيات خواشيني سوه . ټول خبريالان ددي بابا زوي ايمل خټک ، دده درني کورنۍ او ټولو پښتنو ته د جميل صبر غوښتنه کوي او اجمل خټک ته دخداي پاک په دربار کي د فردوس جنت غوښتنه کوي                    روح دي تل تر تله ښاده وي .

په درنښت
د کندهار د پريس کلب مديره هيت ،  خبريالان او د کندهار ټول فرهنګيان

 

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel