احمد لودين
دافغانستان دعامي روغتيا وزارت په پام کي لري چي په هيواد کي دنري رنځ ناروغي ودروي او او د په اخته کسانو ردرملنه يي وکړي دا خبره نن تر غرمي وروسته دعامي روغتيا سرپرستي وزيري اغلي سرايا دليل په کندهار کي يوي خبري ناستي ته وکړه .
اغللي دليل وويل چي تر دي مهاله په ټول هيواد کي ٤٠٠٠٠ کسان د نري رنځ په ناروغي اخته دي چي رسمي ثبت سوي دي چي ډيري يي ميرمني دي ددي په خبره تر دي مهاله په ټول هيواد کي له دي ناروغۍ څخه ٨٠٠٠ تنه وژل سوي دي او دوي هود کړي چي دا نارو غي ودروي او نور يي دخپريدو مخه ونيسي .د عامي روغتيا سرپرستي وزيري وويل امکان سته چي دا ناروغي نوره هم خپره سي خو دوي په ملي سطحه يو پروګرام جوړي کړي چي د صحي کميټو له لاري به دعامه پوهاوي تر څنګ د نري رنځ دمخنيوي دپاره صحي امکانات هم په لاره واچوي .
د کندهار دعامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په دي خبري ناسته کي وويل چي په کندهار کي تير کال ١٧٠٣ او په روان کي ١١٦٨ تنه دنري رنځ ناروغان ثبت سوي دي چي دوي يي د درملني دپاره ددي ولايت په سطحه ٣٣ مرکزونه لري او ددي مرکزونو په واسطه دا هلي ځلي کيږي چي دنري رنځ ناروغي ودريږي چي په دي برخه کي ددي تر څنګ د خلکو همکارى ته هم ډير اړتيا سته
. د هيواد روغتيايي چارواکي په داسي حال کي دنري رنځ دناروغۍ دزيات خپراوي خبر ورکوي چي په سهيلي حوزه کي دپوليو پيښي هم ډيري سوي دي چي د روغتيايي چارواکو په خبره شميره يي ٣٠ ته رسيږي