ته يې زما د آرزګانو يو عنوان مورې
ستا يادونه هيرول كله دي آسان مورې
تا نه زار شيرين عمر خوږې مورې زما
سهار ماښام دغه دعا ده په زبان مو ر ې
خداى ته مې لاسونه په دعا دي پورته كړي
ژوندى دې وي تل ستا نام او نشان مورې
د زړه په مړاوي بڼ كښې په نڅا شي خوشحالي
چې خوږ نوم دې كله راشي په زبان مور ې
د خپلې مينې محبت په روښنا يئ كې
تيارې د ژوند رڼا كوى په جهان مورې
د خلوص او د الفت آواز دې پورته كړی
د هر چا لپاره ستادى دا اعلان مورې
تا په يو لاس باندې زانګو ده زنګولې
په بل لاس دې زنګولى ټول جهان مورې
ستا مقام دومر ه اوچت دى په دنيا كښې
چې ستاينه كولاى نه شم په هيڅ شان مورې
ته دې جوړه اوسې دغه آرزو ده زما
بل په زړه رشتين نلري ارمان مور ې