چې دې د خيــــــــــــال پۀ مزار زمــــــــا ودروله کېږدۍ
دزړۀ برجــــــــــو نه مې در ړنګه کړله خپلــــــــه کېږدۍ
ستا غرڅنيو سترګو غېشو مې مغرور زړۀ مات کړ
ګني زړۀ خپل کورکې د هيچــــــــــــــــا نۀ منلۀ کېږدۍ
ستا پښتنې مينې نه جــــــــــــــار شم د ښــکلا مېرمنې
لۀ ملالۍ نه هم ښايسته ده ستــــــــــــا څو ځله کېږدۍ
ښکلې پښتو، ښــــــــکلې حيا او ښايسته وفا پېرلې
دزړۀ پۀ کورکې به دې ساتمــــــــــــه ترتلــــــــــه کېږدۍ
زړګي به ستا دخيالي مخ انځور کړ جوړ وران به شو
ښه شــــــــــــــوه چې نن پۀ حقيقت ودرېـــــــــدله کېږدۍ
زړۀ بګنېــــــــــــدلی جاويد پرېږده چې ويدۀ شي ارام
تا چې زنګـــــــــــون جوړکړو بالښت او لۀ اوربله کېږدۍ