For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
زما مورې
دخپریدو نیټه  2010-03-09  م  خپرندوی : حمیدستانکېزی چا پي بڼه

زما مورې

 

ستا لمن کې عاطفه ده زما مورې

ستا آواز کې ترانه ده زما مورې

ستا کتو کې سمندر ښکاري د مينې

ستا په شونډو کې خوږه ده زما مورې

ستا له ستړيو سترګو ځار شم زما مورې

ستا تندي کې مې قبله ده زما مورې

دا بهير د ژوند دنيا کې چې هستي ده

ستا لاسو کې دا هسته ده زما مورې

شپه او ورځ زما دنيا ځانته انځور کړې

ستا په ذهن کې پرته ده زما مورې

په نړۍ کې چې خوښي ده بله نه وي

پېرزو کړې دې په زړه ده زما مورې

ستا دلبند يم چې مې بولې ته مې ځانګې

ستا قدمو کې مې لېمه ده زما مورې

ستا د عمر ډکو هيلو زرغون باغ يم

ستا له زياره مې مېوه ده زما مورې

عبدالحمید ستانکزی   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel