For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کندهار: په سپين بولدک کي ملي راډيو په خپرونو پيل وکړ
دخپریدو نیټه  2010-03-09  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

احمد لودين د کندهار په سرحدي ولسوالي سپين بولدک کي يوه دولتي راډيو فعاله او په خپلو خپرونو يي پيل وکړ . نوموړي راډيو چي د کندهار ملي راډيو ټلويزيون يو څانګه ده او دکندهار ښار څخه به خپل مرکزي نشرات او خپروني د ډورنډ د کرښي د ها خوا اوسيدونکو ته تر کويټي ښار پوري ورسوي دخپلي ساحي شاوخوا دري سوه کيلومتره د نشراتو ورکولو توان لري . نوموړي راډيو تيره سه شنبه په داسي حال په خپرونو پيل وکړ چي دکندهار والي توريالي ويسا له خوا چي د کندهار ملي راډيو ټلويزيون امر جاويد احمد وفا او نورو دولتي ريسانو هم ګډون درلود د سويچ په کښيښولو سره چالانه او دملي سرود په خپرولو سره خپلي خپروني پيل کړي . کندهار والي توريالي ويسا خبريالانو ته وويل چي دا راډيو د کندهار ملي راډيو ټلويزيون يوه څانګه ده چي دولايت مقام په نوښت فعاله سوه . د ويسا په خبره چي دا په کندهار کي يو فرهنګي لاسته راوړنه ده او دوي به په نژدي راتلونکي کښي د سپين بولدک ولسوالي دخلکو دپاره د ملي ټلويزيون نشرات هم پيل کړي څو ددي سمي خلک هم وکولاي سي چي د کندهار او نژدي ولايتونو له حالاتو ځان خبر کړي .

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel