ښځه ښادی او خوشالی ده د ژوند
ښځه سکون او سوکالی ده د ژوند
خدای دی ابادی لري ټولی ښځي
ښځه رڼا او خوشبختی ده د ژوند
ښځه په ژوند کی ابادي راولی
ښځه په ژوند کی نیکمرغی راولی
ښځه چی نه وي ژوند نیمګړی به وي
د ژوند شیبو کی ښه دوستي راولي
ښځه خو مور ده اتلان زیږوی
ښځه خومور ده ښه ځوانان زیږوی
ښځه خو لورزیږوي لکه ملاله پیغله
هم احمد شاه غوندي بچیان زیږ وی
ښځي ته خداي ښه بصیرت ورکړي
ښځي ته خداي ښه شرافت ورکړي
څومره رنځونه تکلیفونه کاږي
ښځي ته خداي مقاومت ورکړي
زما د ټولو ښځو عفت ته سلام
زما د دوي ښه شجاعت ته سلام
میرویس مومند يي یادوی په شعرکی
زما د دوي ښکلی سیرت ته سلام