For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
ښځه
دخپریدو نیټه  2010-03-09  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

ښځه نــــه وي رڼا نــــــــــــــۀ شته توره شپه ده پۀ کالۀ کې
دژوندون پــــه کږلېچو کې راسره ده پـــــــــــــــــه  کالۀ  کې

غېر لۀ ښځې سړی نـــــــۀ شته  يوه ښه ښځه مېړۀ تاج دی
چې ښۀ خوی باندې سينګار وي   ښا يسته ده په کالۀ کې

ښۀ خوی زړونه ځانته کاږي پــــــه ښايست سترګې غوليږي
چې ښۀ خوی ځانته  ګاڼه کـړي فريښته ده پــــــــه کالۀ کې

ښځه موره، ښځه  خــــــــــــــــــورده ښځه ننګ دژوندانـۀ ده
ښځه زموږ د ژوند فضا کې يـوه ډيوه ده پـــــــــــــــه کالۀ کې

ښځينوو ، نــــــــارينوو سره جـــــــــــــــــوړ دژوند کاروان دی
لۀ يوۀ بل غېر ژوندون نــــــــۀ شي  شمه مړه ده په کالۀ کې

د مکې خــــــــــــاوره که ښکل کړې جنت چېرې دی  جاوېده
مور قدم خاورې جنت،ستا ،ستامکه ده پـــــــــــــــه کاله کې

احمدجاوید منګل   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel