دسلمابند دهرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کي موقعیت لري، چي دترمیم کار ئې دهندوستان هیواد لخوا پرمخ بېول کیږي .
ددې بند د ترمیم قرارداد چي په ۲۰۰۴ میلادي کال کي دافغانستان او هندوستان د دولتونو ترمنځ امضاء سوی و، په دې پرېکړه سوې وه ، چي دیونیم کال په ترڅ کي به ئې د ترمیم چاري بشپړیږي .
خو دامنیتي ستونزو لامله ددې بند دترمیم چاري په ډېري سستۍ سره پرمخ رواني دي ، تېره ورځ هرات کي امنیتي چارواکو خبر ورکړ چي ددې بند دامنیت لپاره ئې سل سرتېري استولي دي .
دهندي انجینرانو په وینا چي ددې بند په جوړېدو سره به زرګونه جریب زراعتي مځکه خړوبه سي ، او ۴۲ میګا واټ برېښنا به هم ددې بند څخه دګټي وړ وګرځي .