For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
یو شعر دوه شاعر
دخپریدو نیټه  2010-03-11  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه


ما  چې چاڼ  دا ټول جهان کړ پیدا نشوې
په  ژړا مې  لوند ګریوان  کړ  پیدا نشوې
له  مودو  مودو  دې  تږی  د   دیدن   یم
ځان مې ښه ستړې ستومان کړپیدا نشوې
لټولې   مې   یې   ډیر  بیګاه   په ستورو
ناقرار مې  ټول  آسمان  کړ  پیدا  نشوې
د   تقدیر   کاتب    په    لټه    ګرځیدمه
چې  تر  لاسه مې فرمان کړ پیدا نشوې
جبارخیل، طاهري دواړه  مې ګواه دي
ځان مې ډیر درته پریشان کړپیدانشوې

عبدالقاهرجبارخیل، شکرالله طاهري   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel