غنچې د پاکې مینې ګلرخسار راوړیدي
خبرې د جانان د خولې رویبار راوړیدي
زړه مینه یې پریښوه اوس یې نوې مینه راکړه
د نوی کال ګلونه ماته یار راوړيدي
غمونه یې ټول یووړل خوشحالۍ یې رالیږلي
زړګي مې مرهمونه د پرهار راوړیدي
څه ښکلی پسرلی یې مينان د کړل خوشحاله
دمینې لیونی د ټول خمار راوړیدي
دسوي زړه ملهم د روح الله شوې
د مینې امیدونه د هزار راوړیدي
اځل وهلی ستوری
د ښکلا کلی کې په خوله لګیږم
چې سترګې پورته کړم په زړه لګیږم
شیخه یوازې ته له ما پرهیز کړې
کنه په ټولو ښکلو ښه لګیږم
زاهده تاته یمه د سترګواغزی
لکه آفتاب په ړانده نه لګیږم
ما روح الله وفا که د پښو خاورې بولې
که سر ټیټ نه کړمه په غره لګیږم