نه مونښترشنه شونه دښتوکي ګلونه
زاڼي هم نه راځي
خدایه څه غمجن سپرلی دی زموږپه کلي
دچنارهره څانګه ژاړي
زاڼي هم نه راځي
په ګودرنشته دمنګيوقطارونه
زاڼي هم نه راځي
خدايه څه غمجن سپرلی دی زموږپه کلي
بُلبل په چيغوترېنه لاړو
زاڼي هم نه راځي
غربي سيلی په چمن ويړکړل وزرونه
زاڼي هم نه راځي
خدايه څه غمجن سپرلی دی زموږپه کلي
دغلامانوغلامان شوو
زاڼي هم نه راځي
يبلي پښې کډي په سرله ملکه ځونه
زاڼي هم نه راځي
خدايه څه غمجن سپرلی دی زموږپه کلي
حيران يوچانه ګيله وکړو
زاڼي هم نه راځي
په وينورنګ کړوبشردوستوبشرونه
زاڼي هم نه راځي
خدايه څه غمجن سپرلی دی زموږپه کلي
صبرکړه صبرجمالياره
زاڼي هم نه راځي
جوړوويالوکي به ضروراوبه راځينه
زاڼي هم نه راځي
خدايه څه غمجن سپرلی دی زموږپه کلي