دوه ستـــــــوري دشپې غېږه کې پراتـــۀ يوو بيابه نۀ يوو
جــــــــــــانانه د يو څۀ وخت مېلمــــــــانۀ يوو بيا به نۀ يوو
چې ژوند ناوې سينګار کړو سندريزه سپرلی جوړ کړو
چې کار دمينې کار وي نو پۀ څــــــــــــــۀ يوو بيا به نۀ يوو
د شاتولاس را اوږد کړه چې پرهـــــار مې پرې ټکورشي
ترڅوبه عشق بورجـل ته زړۀ نا زړۀ يوو بيــــــابه نۀ يوو
د عشق رباب راواخــــــــله چې د وير ګونځې کړو ورانې
راځــــه څــــــــــــۀ لېرې نۀ يوو د يوۀ غرۀ يوو بيا به نۀ يوو
رقيب د نفــــــــــــــاق ورېځې دي يو بل نـــــــــــــۀ پېژنوچې
زب،زب شـوو د يوۀ بل پۀ وينــــــــوسرۀ يوو بيابه نۀ يوو
نۀ تــــــــــــــــۀ يې دومره تــــــــور ياره نۀ زۀ يم دومره سپين
هرڅـــــــــــــــــۀ يوو د يوۀ بل لۀ پاره ښــــۀ يوو بيا به نۀ يوو
کوږ بار تر منزل نـــــــــــۀ رسي جـــــــــــاويده ځان دانا کړه
ترڅــــــــــــو به زۀ او تۀ داسې کاږۀ يوو بيـــــــــــــا به نۀ يوو