For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
مناجات
دخپریدو نیټه  2010-03-13  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

مناجات
لويه خدايه لوی څښتنه
د یاغي زړګي سکون را
دا دحورو مسته غېږه
زما مینې ته سکون را
کلمه د الاالله مې
د زړګي په سر خوره کړه
د کوثر شراب په خوله را
شیته زړه مې پرې تازه کړه
لااله الاالله
محمد رسول الله
دا ددین لمړی تهداب دی
د مشرک له ‍پاره ځواب دی
لویه خدایه لوی څښتنه
زړه مې عرش دی تا جوړ کړی
خو نن ګرد دی پرې پریوتی
ګناه فرش دی ترې جوړ کړی
دا کعبه په خپله مینه
یو ځل و مینځه خالقه
کړه سپېڅلی یې که حوره
دا زارۍ کړم درته سپینه
لویه خدایه لوی څښتنه
زما ژوند ټولې سجدې کړه
فدایي تل درته ژاړي
ته قبولې یې توبې کړه 

محمد آصف فدايي   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel