مينه خووفا غواړي داسي هاسي نه كيږي
ښه ډيره ښكلا غواړي داسي هاسي نه كيږي
ستا په تاويزنه كيږي زما په تاويز نه كيږي
داپير وملا غواړي داسي هاسي نه كيږي
ياره وس دي نه رسي ښكلي خو سرزوري دي
دا زور دپاچا غواړي داسي هاسي نه كيږي
ګراني ته ماشومه يې ته غړكه مه شاربه
داكړوپه انا غواړي داسي هاسي نه كيږي
ډيرښكلي كه ورولې دى ورځيني ډډه كړي
دا قريشي تا غواړي داسي هاسي نه كيږي
كندهار