مونږ جګړه نه غواړو، جګړې ته خلك نه هڅوو
مونږ داسې خلك يو، چې په ګل دكاڼې وارنيسو
تل ګوډې ماتې حــلوو، مونږ دخــــــبروپه زور
له هرزورواكـــــي سره ، مونږ دسولې لارنيسو
دازه منمه چې ســـــــاده يو، تل دنورومـــــــــــــنو
بل موچې ولمـــــــــسوي ، بيا ګريوان دپلارنيسو
نورچې زمونږه په بې وزلو، دمرګ پرپكړه وكړي
مــــــرګ يې روا بولو، په لاس پړى دې دارنيسو
نورخويې ټول هيوادزمونږ په وينوولــــــــمباوه
پرون اغياروويل، شمـــــــال نيسو،مــــــــــزار
مــونږ افغانان كــه اتفاق وكــړو، يوبل وزغمو
بيا واحـــــدياروايي ، ديوان نيسو،ښامـــارنيسو