توره شپه وه ژړېدمه تلمه تلمه
په تيارو كې وركېدمه تلمه تلمه
ما د چا د هجر توند شراب ؤ څښلي
رالوېدم پورته كېدمه تلمه تلمه
چې به چېرته د جانان د ياد پل نه ؤ
هلته نه دمه كېدمه تلمه تلمه
لكه ياد د اوتر زړه له ځانه ورك وم
هېرېدم رايادېدمه تلمه تلمه
زه د وچې بېديا ګل وم خزان راغۍ
پاڼه پاڼه رژېدمه تلمه تلمه
چې تكل مې د منزل ؤ رانه ورك شو
لړزېدمه تپېدمه تلمه تلمه