په هرات کی دسولی ټینګښت اوملی پیوستون پروګرام مشرحضرت سیدشریف مجددی خبریالانوته وویل «۳۰تنه طالبانودهغوی ددری قوماندانوپه مشری هریوی ملاعبدال کریم چه سیمه کی یی دطالبانودکمیسیون مشری لرله ملاخاکساراوملاغلام رسول شندندکی دطالبانومشری یی لرله سوله ایزه ژوندغوره کړ»
داکسان چه دفعالیت سیمی دشندندترڅنګ دفراه ولایت بیلابیلی ولسوالی وبللی زیاته یی کړه ددولتی مامورینوناوړه سلوک ا وقومی تربګینوپه اساس ددولت خلاف دریدلی وه نورله جنګ جګړوستړی شوی دی.«ملاعبدالکریم وایی شخصی دښمنیوله وجهی ۶کلونوراهسی غرته پوره شوی، داځکه چه دښمن یی ددولتی مامورینوله خوادده په خلاف لمسول کیده»
تسیلم شویووسله والودپولیسوپه لیکوکی ددندی چمتووالی وښوده سیمه کی یی دښونځیو،روغتون اونوروټولګټوپروژودپلی کولوهیله وکړه.
په طالبانوډیرځله دښونځیواوعامه تاسیساتودسوځولوتورلګول کیږی تسیلم شویوطالبانوبرخلاف ددطالبانوپه لیکوکی دغیر افغانی کسانوکاروباله زیاته یی کړه «کله هم افغان طالب دوطن دګټوپه خلاف عمل نه کوی»
په هرات کی دسولی اوملی پیوستون پرګر ام مشردوی سره سیمه کی دبیارغونی دپروژودپلی کولوژمنه وکړه دایی هم وویل چه امنتی مقاماتوسره په مشوره به ا ړنده سیمه کی دپولیسوپه چوکات کی ددندی زمینه ورته برابره شی.بایدووایم چه سیمه کی دطالبانومشربیاتسلیم شوی کسانوپیژندګلوی څخه انکاروکړزیاته یی کړه په دغونومونوددوی لیکوکی څوک غړیتوب نلری.