For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کندهار: کلک امنتي تدابير نيول سوي او ښار ورو ورو خپله عادي بڼه خپلوي
دخپریدو نیټه  2010-03-14  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

احمد لودين کله چي تيره شپه او نن سهار د کندهار ښار اتو زورو چاودنو ولړزاوه او په ترڅ کي کابو ٨٥ تنو ته مرګ چي پوليس او ملکي وګړي دي مرګ ژوبله واووښته اوس مهال په کندهار کي د ملي اردو ، پوليسو او د ملي امنيت له لوري کلک امنتي تدابير نيول سوي دي او په ټولو خلکو او موټرونو کي تلاښۍ کيږي . پوليس په خپلو تلاښيو کي دير دقيق دي . د کندهار ښار علامه حبيبي واټ چيري چي امنيه قومانداني ده اوس هم نوموړي سړک د ترافيکو پر مخ تړل سوي دي او په دي سيمه کي تګ راتګ نسته . کندهار والي توريالي ويسا تر غرمي مخکي خبريالانو ته وويل چي دپنځلسو تنو ځانمرګو بريد کوونکو راپور يي تر لاسه کړي . خو تر دي مهاله څلور ځانمرګي بريدونه او څلور بمي چاودني سوي دي . کندهار ښاريان ټول د تيري شپي پر خونړي حالت خبري کوي د ميرويس او شخصي روغتونونو د طبي کارکوونکو له لوري د ټپيان عاجله درملنه پيل سوي ده خو بيا هم دکندهار ښار حالت عادي حالت ته نه دي راګرځيدلي او ورو ورو د عادي حالت بڼه خپلوي څو شيبي مخکي د کندهار امنيه قوماندان سردارمحمد ځاځي هغه د ځانمرګو واسکټونه چي لوي محبس ته يي نژدي تر لاسه کړي وو هم خبريالانو ته وښودل خو زياته يي کړه چي دتړاو په تور ورسره څوک نه دي نيول سوي . کندهار ښاريان د ملکي وګړيو په مرګ ژوبله سخت خواشيني دي خو هغه کسان چي ٧ يي ښځي وي او دري يي ماشومان وه يادوي کوم چي امنيه قومانداني ته نژدي په يوه خصوصي سالون کي د واده په مراسمو کي وه او دامنيه قومانداني مخي ته په درنه چاودنه کي ووژل سوه . امنيه قومانداني او لوي محبس ته نژدي د چاودنو له کبله وداني ويجاړي ليدل کيږي او هغه کسان چي دکورني غړي يي په دي چاودنو کي د لاسه ورکړي دي دجسدونو په ښخولو بوخت دي

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel