For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
زابل :د څلور طالبانو دنيولو خبر ورکړل سو
دخپریدو نیټه  2010-03-14  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

 دزابل امنتی چارواکی وایی چی تیره شپه یی ددی ولایت په سیوری ولسوالی کی تریونښتی ورسته څلورووسله والو طالبان نیولی دی ، دزابل امنیه قوماندان وایی نیول شوی کسانودسیمی په ورستیوامنیتی پیښوکی لاس درلودی .
بل پلونیول شوی کسان ځانونه بی ګناه ګڼی اوزیاتوی چی دکومی وسله والی ډلی سره تړاونلری .

  دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ بېنوا ته وایی چی دغه څلورواړه طالبان یی تیره شپه دزابل په سیوری ولسوالی کی تریوی نښتی ورسته نیولی دی ،

نوموړی زیاتوی چی پدی ولسوالی کی تیره شپه لمړی پرپولیسوبرید وشوچی تربرید ورسته دافغان اوبهرنیوځواکونولخواپلټونکی عملیات پیل شوی چی په ترځ کی یی یادکسان ونیول شول .

سرجنګ زیاتوی چی نیول شوی کسان دامهال په امنیه قوماندانی کی ترپوښتونولاندی دی .دسرجنګ په خبره چی که څه هم نیول شویوکسانوتردی مهاله په خپلوجرمنواعتراف ندی کړی خودده په وینا ورسته په دامعلومه کړی چی نیول شوی کسان په کومه ډله پوری تړاولری .

بل پلونیول شوی کسان ځانونه بی ګناه بولی اوزیاتوی چی دوی دهیڅ یوی وسله والی ډلی سره اړیکه نلری اودسیمي عادی وګړی دی داکسان وایی دوی تیره شپه جمعت ته روان وه چی دپولیسو لخواونیول شوی . که څه هم دزابل امنتی چارواکی نیول شوی کسان طالبان بولی خوخپله طالبانو تردی مهاله ددغه نیول شویوکسانوپه اړه رسنیوته څه ندی ویلی 

احمد لودین او احمد ولي سرحدي   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel