For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
غزل
دخپریدو نیټه  2010-03-15  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

تا د زړه په  وینو لوې  کړم  چې ځلمی یم
اوس په غم  دې که  مړنه شم څه سړی یم

که    دوستانو   ته  دې  ګل یم   د   ګلابو
هر غلیم  ته  دې  په سترګو  کې اغزی یم

د ژوندې  قومونو  څنګ  ته چې رانه شي
تر هغې  به  زه  نه  وایم  چې  ژوندی یم

ته خوشبو یې  زما  د ژوند  د بڼ ای ګله
ستا  د هرخزان  په مخ  کې زه سپرلی یم

که مې دا ځل دښمن وویست ستا له کوره 
بیا  به  وایم  په  رښتیا  چې زه زمری یم

د دنیا  طبیبان  څنګه  به  مې  روغ کړي
طاهري هجر یې  ایشتلی  په  زړګی  یم

شکرالله طاهري   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel