زموږدانوی قاتل زوړپه شان هماغسې دی
ظلم هغه، زياتی هغه، زندان هماغسې دی
بي دوه پنځوس دي وروي گولۍسبااوبېگا
دمړو،د ژوبلووير، ژړا، فغان هماغسې دی
ديموکراسي ده خلک وايي خوپه لاس دوحشت
ټوټې، ټوټې مودژوندون گرېوان هماغسې دی
موږ ورته وکړل منتونه که څه رحم وکړي
خوبې پروالابې پرواجانان هماغسې دی
يوپه پنجشېراوپروان څه وشول که نشته جگړه
وينوکې ډوب، کونړ، هلمند، ميدان هماغسې دی
اوښکې شرمېږي به نورنه موکه له سترگوڅاڅي
دزړونو کورکې مودزړه توپان هماغسې دی
چاته کيراړه، کي ژوره که جنگي کلاياد
په پنجوايي، رېگ، دېراوت دوران هماغسې دی
توربېکسياره شرموي چې لکه سره يرغلگر
ورته غوسه خوخړه کی افغان هماغسې دی .
۲۳/۹/۲۰۰۶