مینه ووته له لاسه
زه مې مینې کړم رستم د زمانې
که هرڅو مې مینه ووته له لاسه
زه به یې څه کړمه د ځمکې باچهۍ
چې مې مینه غرغره شوله له پاسه
هغه لیکه د تقدیر مې تذکره وه
په ایمان کې شوم د مینې په شاباسه
مینه غر ده که غرور هرڅه یې بولي
خو بشر پکې تقسیم شو سمدلاسه
دا دی زه پرېوتی خرابات کې یم
ټول مې بولي لا خبرې بې اساسه