For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کندهاروالي : موږ کافي سرتيري نه لرو او اطلاعات مو کمزوري دي
دخپریدو نیټه  2010-03-16  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

دا چي دري شپي مخکي کندهار ښار د خونړيو چاودنو شاهد وو او د چاودنو په ترڅ کي ٨٥ تنو ته چي ډير يي ملکي وګړي وه مرګ ژوبله واوښته او په سلګونو کورني د غم پر ټغرکښينستي ددي کبله کندهار ښاريان سخت خواشيني دي او پر دولتي او امنتي چارواکو نيوکه کوي چي د امنيت په راوستلو پاتي راغلي دي . دوي ته پوښتنه پيداه ده چي ددومره امنتي سرتيرو او بهرنيو ځواکونو په شتون کي بيا هم ولي امنيت نسته دوي وايي دولت دي نور هيڅ نه ورته کوي او يوازي دي امنيت ور ته راولي . کندهاري اوسيدونکي وايي نه پوهيږي چي په کندهار کي ولي هره ورځ دا ډول خونړي پيښي کيږي چي په ترڅ کي يي بيګنا او ملکي کسان چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل وي وژل کيږي ددوي په خبره دوي نور سخت ځوريدلي دي او د دا ډول پيښو د زغملو توان نه لري . دا چي ولي ورځ تر بلي په کندهار کي امنيت مخ پر خرابيدو روان دي او د ښه والي يي هيڅ نښۀ نه ليدل کيږي دا پوښتنه مو دکندهار والي توريالي ويسا څخه د يوي خبري ناستي پر مهال وکړه هغه وويل چي ددوي داستخباراتي ادارو اطلاعات کمزوري دي او بل لامل يي د پوليسو او امنتي سرتيرو کمزوري شتون دي . دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر کندهار ته راغلي وو او ژمنه يي وکړه چي دوي به ډير ژر د کندهار په امنتي وضعه کي مثبت بدلون راولي خو کندهار ښاريان د کورنيو چارو د وزير دي خبري ته دشک په سترګه ګوري او وايي چي مخکي هم ډا ډول خونړي پيښي سوي دي چي دکورنيو چارو وزارت يي د مخنيوي ژمني کړي دي خو بيا هم دوخت په تيريدو سره کوم بدلون نه دي ليدل سوي .

احمد لودين   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel