دوبئ ،
دسحرنه تر ماښامه
شپه او ورځي به لګيا وو
دخانانوپه پټو کښي
کروندي او اوبه خور به
دۀ په وچ او کړسيدلي
وجود هره ورځ کولو
دا سپين ږيري هر سحر به
له خپل کوره راوتلو
چه ماښام به کور ته لاړو
چرته سير نيم وړه بچو له
په خيرن څادر کښي يوړو
خدائي بچي وو ډير ورکړي
ژوند ئي څه وو، يو دوزخ وو
پکښي دا به سوزيدلو
ژوند ئي داسي تيريدلو
يوه ورځ سحر وختي چه
کله دا راپاسيدلو
شهزادګئ د ژوندانۀ تري
لري لاړه هغه ځائ له
چه تري بيرته هغه ځائ نه
هيڅوک بيا نه دي راغلي
نو ملا صيئب د جماعت نه
دا اعلان اوکړو ملګرو
چه دبر کلي خانانو
هغه خوارغريب نوکر ئي
نن په حق دي راسيدلي
ماسپخين نمانځۀ نه ورستو
ددۀ خوار به جنازه وي
دا به خاورو ته سپاري شي
جنازه چه دسپين ګل کاکا
له خپل کوره راوتله
خپلولونړو اوځامنو
ورته سقاط کښي خپلي اوښکي
تويولي او ليږلي
دا د هغه چا نوکروو
چه په کور کښي به غټانو
خرمستئ دي چه کولي
خو د دۀ خوارو بچو
سپوري ستغي او ديکي وي
هغه کور دلوئ خان وو
دغه کور ديو غريب وو
هلته تل شراب کبا ب وو
دغريب سړي په کور کښي
سخته لوږه ، سخته تنده
وچ سوکړک تشي شوملي وو
ډير ځامن او ډيري لونړه
دا ئي لويه سرمايه وي