چی راشی مخی ته زر خپل مخ ته رومال ونيسې
خوږه ميوه به زما کله د وصال ونيسې
دومره زه وږی تږی ګرانه ستا ديدن ته يمه
لکه روژه چی څوک په مياشت د پشکال ونيسې
داسی تياره شی زما زړه باندی ستا تللو سره
لکه خسوف چی څوارلسمه کی هلال ونيسې
تفاوت دومره دی دا ستا او ددی نورو ښکلو
لکه په مخ کی د افتاب چی څوک مشال ونيسې
داسی دی زه د بی قدری ژرنده کی دل ول کړمه
د غنيمت لکه په جنګ کی چی څوک مال ونيسې
ده مجازی مينه همداسی زړه چاودونه سره
ساپيه څوک چی لکه سوری د ديوال ونيسې