له نا کامه د محفله سره خاندو
خپل ژړېږوخودبله سره خاندو
یوموډول یومواتڼ یوه موټپه ده
له باګرامه ترکابله سره خاندو
پرونې سلوک یې هم رانه هېرنه دې
نن به ولې د مغله سره خاندو
دا دې ښارمسکا تمامه مصنوعی شوه
یومونږ دوه د زړه دتله سره خاندو
څوکسا ن راته په زړونوکښې پسخېږی
زه او یار چې کله کله سره خاندو
باوری یو په راتلودیار ګوهره
منتظریو او دګله سره خاندو