For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کندهار : اولسي جرګي ته پر نوماند چاودنه وسوه
دخپریدو نیټه  2010-07-30  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

احمد لودين

په کندهار ښار کي اولسي جرګي ته پر کانديد حميدزي لالي باندي چاودنه وسوه .
چاودنه نن سهار نهه نيمي د کندهار ښار لويديځ لوري ته د ميرويس ميني په سيمه کي د نوموړي پر موټرونو هغه وخت وسوه کله چي يي موټر پر سړک تيريدي نوماند حميدزي لالي بينوا ته پر ده باندي د چاودني پخلي وکړ . لالي وايي درنه چاودنه پري وسوه موټر يي څه ناڅه ور زيانمن کړ خو ده او دده ساتونکو ته يي زيان نه دي رسولي . دده په خبره چاودني په سيمه کي يوه ميرمن او يوه انجلي ووژل .
د کندهار دامنيه قوماندانې دامنيت امر  فضل احمد شيرزاد هم د پيښي پخلي کوي او وايي چي په نوموړي پيښه کي نوماند حميدزي ته کوم زيان نه دي رسيدلي خو په پيښه کي دوي ميرمني ټپياني دي اويوه ماشومه انجلي وژل سوي ده
د کندهار د ميرويس روغتون چارواکي وايي چي دوي ته ديادي پيښي دوي ټپي ښځي او يوه مړه انجلي ور وړل سوي دي چي په ټپيانو کي د يوي ښځي حالت نازک دي

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel