For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
غزل
دخپریدو نیټه  2010-07-30  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه

چې د خیالونو په ورشو کې سره ګلونه لري
څوک خو به وي چې هم زما غوندې سوچونه لري

یاغي سالاره د جنون قافلې مه لوټه وه
دلته بلا زړونه د مینې ارمانونه  لري

د خپله ځانه بې خبر جانان ته څنګ ووایم
چې ورک احساس مې ستا د زړه سره تارونه لري

هسې ارمان مو د تاوان په تله وه تاللو
هسې یو خوب چې د ژوندو سترګو یادونه لري

زما د مینې داستان دې تیارو کې نه پټیږي
ماته معلوم دي چې وختونه چراغونه لري

واېې دا خلک د  قسمت کرښې لاسونو کې وي
لاس چې څوک نه لري هغه هم قسمتونه لري

یا دا قصه به څه د وصل تر حد ورسیږي
نن سبا خلک د سپرلو غوندې خویونه لري

ما چې زما په کور کې وژني زما حق لوټه وي
زه څنګه وه وایم  چې هغه  خلک زړونه لري

څه به زمونږ د کمزورتیاو؛ نښې هم په کې وي 
او  څه نصیب زمونږ په  چارو کې لاسونه  لري

ځم چې د خپلې پاکۍ څه ثبوت خو ورکړم ورله
یو  څوک زمونږ د ذات په هکله څه شکونه لري

د ډیره خوفه زه په خپل وجود کې پټه شمه
دا  بازې خلک ډیر بدرنګ بدرنګ مخونه  لري

نبیله وفا   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel