لودين
په ارزګان کي د څلورو وسلوالو طالبانو د ژوندي نيولو او د دريو نورو د وژلو خبر ورکړل سو .
د ارزګان امنيه قوماندان جنرال جمعه ګل همت بينوا ته وويل چي افغان او نړيوالو ځواکونو نن د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالي په مربوطاتو پلټونکي عمليات تر سره کړي دي چي په ترڅ کي يي څلور تنه وسلوال طالبان ژوندي نيول سوي او دري نور ټپيان سوي دي .
همت وايي چي پيل سوي عمليات اوس هم دوام لري او په پلان کي ده چي نوموړي عمليات به چوري ولسوالۍ ته هم وغځيږي .
طالبانو ددي ادعا په هکله څه نه دي ويلي .