For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کاروان صاحب ته
دخپریدو نیټه  2010-07-30  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه


وږمې دخوشبويې يې کارنامونه پورته کيږي
يوځاى يوځاى کي شته لکه زعفران غوندي وګړي

چي اوري يې له زړونه لپي لپي رحمتونه
دنيست په ليس کي راشي دباران غوندي وګړي

چي ور يې کړل په توره کږوخولوته ځوابونه
ترخاورولاندي شوي ايوب خان غوندي وګړي

دعشق ټپه چي تاوکړي دشپېلۍ خوږه نغمه کي
خوښيږي په ايمان مي دچوپان غوندي وګړي

چي تل دشاپېروپه ژبه خلکوته ږغيږي
څښتنه ډېرپيداکړې دکاروان غوندي وګړي

هرښکلى مي په خپل اندازخوښيږي جمالياره
خوګاران دي ترزړګي راته جانان غوندي وګړي

 کوټه

اجمل جماليار   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel