دژوند سپرلی ته می اغزی دخزان مه راوله
ګوره دا نن ته می د تیرو آرمان مه راوله
زه تر پرونه په دی نن باندی خوشحاله یمه
تږی ګریوان ته می د اوښکو باران مه راوله
پریږده په دی زړه کلا کی ننتلی ښه یم
ما ته د نورو د ژوندون ښه داستان مه راوله
چی تری شکوه هم وکړم هیڅ په لاس کی نه شی راتلی
هسی چټی می ژوند ته بل شان طو فان مه راوله
زما تقدزر یی ذی لیکلی د غمو په وخت کی
زما خندیدو ته دلته خلک خندان مه راوله
زه پښتنه پیغله تل سوزم ددستور په اورو
ته راته داسی دښو هیلو کاروان مه را وله
دلته زما په پیدایښت د ژړا غږ پورته شو
ته می په مرګ نن ژړیدوته مرغان مه راوله
ما ته یی ښځی په نوم خپل کور نه زندان جوړ کړی
تیاره ژوندون ته می دا ستوری او آسمان مه راوله
نن زما دادا زما په پوهه دی سر ټیټ نیولی
وایی نور ما ته له تربور نه پیغران مه راوله
لا لا می خپله ګناه وکړه سزاواره یی زه کړم
وایی خورکی مرګ ته زما دښمنان مه راوله
خاوند می وایی پلار دی زما نه ډیر ولور اخیستی
مخ نه می ورکه شه زما مخی ته ځان مه راوله
دومره زخمونه یی دی راکړی چی شمیرلی نه شم
زما درمان ته وخته دا طبیبان مه راوله
زما ژوندون دی زما د خپلو چی پری لوبی کوی
ما ته په دی دونیا د ژوندبل نښان مه راوله
تر څو به ژاړم ای خالقه د بنده له لاسه
نور دی نړی ته په دی شانته انسان مه راوله
خدایه موسکاوی یی په نصیب کړی( مینی )دعاوی کوه
الله(ج) ته دی دردمنو زړو ته ژړا مه راوله