For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
یاران
دخپریدو نیټه  2010-07-30  م  خپرندوی : ۳۹ بېنوا- اداره چا پي بڼه


هغه مهال،هغه جلال، بیا هغه یاران نسته
می خانه تشه،پیاله تشه، بیاهغه دوران نسته
ساقي خمار،یاران خمار هغه بزمیان نسته
کوټه نشه،کوزه تشه، بیا هغه ځوانان نسته
حالات نور، وګړي نور هغه ځلمیان نسته
ټوله وتلي ، ټوله تللي بیا هغه خوبان نسته
خدای دی خبر، زه ناخبر هغه ولیان نسته
ښارګی مو تش، کوڅې موتشي بیا هغه یاران نسته
رنځ ته دزړه ، د یوکاته دغه درمان نسته
ګورم حبیب ، د رنځ طبیب بیا هغه درمان نسته
د ریار لېمه، دیار باڼه په هیڅ جهان نسته
که وګورم، که ولټم پر هره خوا هغه چشمان نسته

محمد سرور وکیلي   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel