For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
په کندز کي ۴ اربکي پولیس وژل سوي
دخپریدو نیټه  2010-09-02  م  خپرندوی : ۵۹ بېنوا - اداره چا پي بڼه

د کندز امنیتي چارواکي وایي چي نن سهار د خان اباد په ولسوالۍ کي د ماین په چاودنه کي د اربکیو د قومي ځواک څلور تنه  وژل سوي دي.

د خان اباد ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرحیم ازادۍ راډیو ته ویلي چي دغه کسان د سړک غاړي ماین په چاودنه کې وژل شویدي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودني مسئولیت منلی .

په یوبل خبرکې د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وايي چي په دې ولایت کې د ملي اردو او دیوه مسافر وړونکي بس په ټکر کي 3 د ملي اردو سرتیري مړه سوي او 3 پوځیان او 6 مسافر ژوبل سوي دي.

اتل هیواد   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com