زموږ مرام او تګلاره


پښتو ادبيات د نازکخيالۍ او سپېڅلي صميميت يوه زرينه کښتۍ ده، چې لاروي يې هم په همدې ځانګړنو ښايسته دي. په دغو ادبياتو کې ګڼ ژانرونه شته چې له وړاندې يې د دې ژبې په بڼ کې پاڼې غوړولې وې.

د دې لپاره چې د ځوانو استعدادونو په روزنه او پالنه کې مو د انټرنټ پر پاڼه هم ونډه اخيستې وي، د اوسنۍ پاڼې د جوړولو تابيا مو وکړه، چې زموږ شاعران وکړاى شي، په نړيواله کچه خپل شعرونه مينه والو ته وړاندې او په دې برخه کې د هغوى نظرونه واخلي.

موږ په دې هيله يو چې ځينې ملګري د کره کتنې په برخه کې هم په پاڼه کې ونډه واخلي، چې د يوشمېر ځوانو شاعرانو شعرونه تر کره کتنې لاندې ونيسي او هغوى ته مناسبه لارښوونه وکړي.

په دې هيله چې دا پاڼه وکړاى شي د ځوانو شاعرانو د وړتياوو او استعدادونو په روزنه کې رغنده ونډه واخلي  دلاندي تګلاري په لرلو سره یې د انټرنیت په نړوال جال کي د لومړني پښتو ادبي بانډار په شکل پرلیکه کوو: .

۱ :  ـ داپاڼه  په ټولیزه توګه خپلواکه او ناپیېلې ده ، او همداسي به خپل یون په بې پرې ډول مخ پر وړاندي بیایي.
۲ :  ـ پاڼه  به پرته د غړیتوبه د هرچاپر مخ پرانستې وي، خو دهر شعر او لیکني حق او مسؤلیت د هغه په لیکوال پوري اړه لري .
۳ : ـ په پاڼه کي  هیڅ ډول سیاسي ، مذهبي ، ژبني او سمتي تربګنیو او اغراضوته  ځای نسته .
۴ : ـ پاڼه  ملي،اسلامي او افغاني بريد-پولو ته درنښت لري او د تېري کونکي په وړاندي ئې مبارزه کوي .
۵ : ـ پاڼه به یواځي په ادبي محور کښي کار کوي  خو خبرتیاو، اعلانونو او پیغامونو نشي خپرولای . 
۶ : ـ پاڼه به د ځوانو ليکوالو هڅونې او روزنې ته ځانګړى ارزښت ورکوي او په دې برخه کې  به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي .
۷ : ـ په پاڼه کي د غړیتوب حق ورکول او اخستل یواځي د پاڼي د مسؤل چلوونکي په پریکړه پوري اړه لري .

بېرته شاته