کندهار : مايک کرسټل سپين بولدک ولسوالۍ ته ولاړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32192

دخبریدو نیټه : 2010-01-19

احمد لودين

 

په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سترجنرال ميک کرسټل او دافغانستان او پاکستان هيوادونو نظامي استازو تيره ورځ د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کي  د افغانستان او پاکستان هيوادونو له ګډي پولي ليدنه وکړه په دي لېدنه کي ميک کرسټل ، دپاکستان هيواد د فوځ عمومي قوماندان او په کندهار کي دسرحدي پوليسو د دريمي لوا درستيزوال جنرال عبدالرازق ياده پوله دافغانستان او پاکستان هيوادونو دپاره ډيره مهمه وبلل او دريو واړو يو له  بل سره ددي پولي په ساتنه کي د همږغۍ ساتلو په هکله نوي ژمني وکړي . ميک کرسټل بينوا  ته وويل چي په يآده پوله کي پآکستآني ، افغاني او نړيوال ځواکونه دا هلي ځلي کوي چي له دي لاري افغانستان ته دپاکستان له لاري او پاکستان ته دافغانستان له لاري تر هګر ولاړ نه سي او مخه يي ونيول سي . دده په خبره هغه ٣٠٠٠٠ سرتيري چي د امريکا دمتحده ايالاتو داولس مشر بارک اوباما دپريکړي له مخي افغانستان ته راځي يوه برخه يي دنورو سرحدي سيمو تر څنګ د سپين بولدک په ولسوالۍ کي دافغانستان او پاکستان هيوادونو تر منځ پر ګډه پوله ددي پولي د خوندي ساتلو لپاره ځاي پر ځاي سي .  ميک کرسټل وويل دوي به لدي لاري چي يوه تجارتي پوله ده د دواړو هيوادنو سوداګريزو پراختياوو ته وده هم ورکړي .
په کندهار کي دسرحدي پوليسو د دريمي لوا درستيزوال جنرال عبدالرازق وويل چي له يادي ليدني څخه يي موخه د دواړ هيوادونو او نړيوالو ځواکو تر منځ  ديوي غښتلي همږغۍ رامنځ ته کول وه څو ياده پوله له هره اړخه پرمختګ وکړي .
جنرال عبدالرازق وويل چي دوي په نوموړي ليدنه کي په سپين بولدک ولسوالۍ کي د سوداګريزو چارو دپياوړتيا دپاره د يو  ه باي پاس سړک د جوړيدو په اړه هم خبري وکړي .